د جلال‌آباد اوسېدونکو د اجباري کډوالۍ پر ضد اعتراض وکړ

د جلال‌آباد ښار یو شمېر اوسېدونکو د لاریون په ترسره کولو سره ادعا کړې، چې د طالبانو د سرې میاشتې د ټولنې له رئیس شهاب‌الدین دلاور سره تړلي کسان هغوی په زور له خپلو کورونو او ځمکو شړي.
د جلال‌آباد اوسېدونکو د اجباري کډوالۍ پر ضد اعتراض وکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د جلال‌آباد ښار د څلورمې ناحیې د مجبورآباد سیمې اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو د سرې میاشتې د ټولنې له رئیس شهاب‌الدین دلاور سره تړلي کسان هغوی په زور له خپلو کورونو وباسي. د معترضانو په وینا، دا اقدام د هغوی د شرعي قبالو او د ملکیت اسنادو له پامه غورځولو سره ترسره کېږي.

د سیمې اوسېدونکو څرګنده کړې، چې خپلې ځمکې او کورونه یې له څلوېښتو کلونو څخه زیات مخکې په قانوني ډول ترلاسه کړي دي، خو اوس د ګواښ او فشار له امله اړ کېږي چې هغه پرېږدي.

د دې اقدام په غبرګون کې، د جمعې په ورځ لسګونه تنو د ننګرهار ولایت اوسېدونکو لاریون وکړ او اجباري کډوالي یې «ښکاره ظلم» وباله. معترضانو د دې بهیر د سمدستي درولو او د خپلو ملکیتي اسنادو د عادلانه حقوقي څېړنې غوښتنه وکړه.

طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. اوسېدونکو خبرداری ورکړی، چې که دا لړۍ دوام وکړي، دوی به پراخ اعتراضونه ترسره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x