د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جرمني صدراعظم فریدریش میرټز ویلي چې د جرمني حکومت د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو هیڅ پلان نلري او له دوی سره د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړول په اجنډا کې نه دي.
ښاغلي میرټز دا څرګندونې د جمعې په ورځ، د سرطان په ۲۷مه، په برلین کې د دوبي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې او ټینګار یې وکړ: “داسې هیڅ شی نشته [د طالبانو په رسمیت پیژندل] او نه شي کیدای.”
هغه زیاته کړه چې جرمني به د طالبانو د سرپرست حکومت په وړاندې خپل روښانه او ثابت سیاست ته دوام ورکړي او په دې پالیسۍ کې د بدلون هیڅ نښه نشته.