د جرمني صدراعظم د غیر قانوني مهاجرت پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ

د جرمني صدراعظم د غیر قانوني مهاجرت پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جرمني صدراعظم ژمنه وکړه چې جرمني ته به د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او ویې ویل: “موږ اوس افغانستان ته د اخراج الوتنې لرو او زه کولای شم ووایم چې موږ به نور هم ولرو او دې کار ته به دوام ورکړو. موږ به یو ځل بیا افغانستان او سوریې ته د مجرمینو د ایستلو لړۍ هم عملي کړو.” تېره میاشت یوه سوري وګړي، چې د پناه غوښتنه یې ونه منل شوه، د سړې وسلې په برید کې درې کسان ووژل او اته نور یې ټپیان کړل. له هغه وخت راهیسې د جرمني ائتلافي حکومت د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره تر فشار لاندې راغلی دی. جرمني، چې په اروپا کې تر ټولو لوی اقتصادي ځواک دی، د ناقانونه کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره یو له اصلي ځایونو څخه دی چې غواړي په اروپايي اتحادیه کې ژوند وکړي.

بیشتر بخوانید:  مجاهد: د اوبو بندونو ته د ایراني پلاوي سفر د اوبو حق په تړون کې نه دی تعریف شوی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x