د جاپان سفیر په کابل کې: د افغانستان د تاریخي او کلتوري آثارو ساتنه یو ګډ نړیوال مسؤلیت دی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال او د جاپان سفیر په کابل کې د لیدنې په ترڅ کې په کلتوري همکاریو او د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتنې په اړه موافقه وکړه.
د جاپان سفیر په کابل کې: د افغانستان د تاریخي او کلتوري آثارو ساتنه یو ګډ نړیوال مسؤلیت دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه‌شنبه، ۲۷ د عقرب، خبر ورکړ چې مولوي عتیق‌الله عزیزی، د دې وزارت د کلتور او هنر مرستیال، په خپل کاری دفتر کې د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي سره وکتل او خبرې یې وکړې.

د دې لیدنې په پیل کې، مولوي عزیزی د جاپان هیواد هڅې ستایلي چې د افغانستان د لرغوني او تاریخي آثارو د ساتنې او بیا رغونې په برخه کې ترسره سوي، او ټینګار یې وکړ چې دغه مرستې د هیواد د کلتوري میراث د ساتنې لپاره خورا ارزښتناک او مؤثره دي.

له بلې خوا، د جاپان سفیر د تاریخي میراث د ساتنې لپاره ترسره سوي اقدامات د پام وړ وبلل او زیاته یې کړه چې د افغانستان لرغونی تمدن نړیوال اهمیت لري او د تاریخي آثارو ساتنه د ټولو هیوادونو لپاره ګډ مسؤلیت دی. ماساموتو کِینیچي هم د طالبانو اقدامات د تاریخي آثارو د قاچاق د مخنیوي، د فساد سره د مبارزې او د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې بریالي او ارزښتناک وبلل. دغه لیدنې د افغانستان او جاپان ترمنځ د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د دوام په اړه مثبت پیغام ورکړ او د ملاتړ او کلتوري پروګرامونو د پراختیا زمینه یې برابره کړه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x