د تورخم د تګلارې محدود پرانیستل د مهاجرینو پر مخ

د تورخم د پولي د څو ورځو بندېدو وروسته، د طالبانو چارواکو اعلان کړی چې دا لار به په محدود ډول د افغان مهاجرینو لپاره پرانیستل کېږي، خو د سوداګریزو راکړو ورکړو او عام تګ راتګ به لا هم بند پاتې وي.
د تورخم د تګلارې محدود پرانیستل د مهاجرینو پر مخ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د تورخم د پولې د څو ورځو بندېدو وروسته، د طالبانو له لوري په پاکستان کې ټاکل سوي سفیر سردار احمد شکیب ویلي چې د پاکستاني چارواکو سره د پرله‌پسې تماسونو وروسته پرېکړه سوې، یوازې هغو افغان مهاجرینو ته چې د څو ورځو راهیسې د دې دروازې شا ته بند پاتې وو، د بېرته ستنېدو اجازه ورکړل سي.

د تورخم د بندېدو له امله د دواړو غاړو سوداګرو، د بار وړونکو موټرو چلوونکي او عام مسافر له سختو ستونزو سره مخ سوي دي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې په سوداګریزو چارو کې جدي ګډوډي رامنځته کړې ده. که څه هم دا لار د مهاجرینو لپاره په محدود ډول پرانیستل سوې، خو د سوداګریزو تبادلو او عام تګ راتګ لپاره لا هم تړلې ده او بشپړ وضعیت یې لا روښانه نه دی.

دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ دیپلوماتیکه او امنیتي ترینګلتیا زیاته سوې او زرګونه افغان مهاجرین په پاکستان کې د نیول کېدو او جبري ایستلو له خطر سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه