د تورخم د تړل کېدو له امله بې‌کارۍ او اقتصادي ضعف زیات سوی دی

د تورخم سرحد له یوې میاشتې ډېر تړل، د زرګونو افغان او پاکستاني کارګرانو د کار له لاسه وتلو او د سوداګرو او کورنیو د درنو اقتصادي زیانونو لامل سوی دی.
د تورخم د تړل کېدو له امله بې‌کارۍ او اقتصادي ضعف زیات سوی دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي ستونزو او شخړو له امله، په ځانګړي ډول د تورخم د لویې لارې تړل کېدل، سلګونه افغان او پاکستاني کارګران له خپلو دندو بې‌برخې کړي دي.

د اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، چې د تورخم د کارګرانو د اتحادیې خبره یې راخیستې، نږدې درې زره کسان په ګډون د لاس خرڅونکو، موټر چلوونکو، باروړونکو او آن ماشومانو کارګرو خپله د عاید سرچینه له لاسه ورکړې ده.

هم مهاله، سلګونه باروړونکي موټر د لنډي کوتل په مسیر او د سرحد په شاوخوا سیمو کې درېدلي دي، او بارونه یې په ځانګړي ډول خوراکي توکي د خرابېدو له جدي خطر سره مخ دي. د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، هره ورځ ځنډ د سوداګرو او ډرېورانو لپاره د میلیونونو روپیو مالي زیان رامنځته کوي.

سره له دې چې سوداګرو او کارګرانو څو ځل د سرحد د پرانیستو غوښتنه کړې، خو لا هم د دواړو لورو چارواکو کوم وروستی توافق نه‌دی ترلاسه کړي. په همدې حال کې، د دې مهم سرحد تړل کېدل نه یوازې د زرګونو کورنیو اقتصادي وضعیت اغېزمن کړی، بلکې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیمه‌یز تجارت یې له سخت ضعف سره مخ کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x