د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله تړل شوې ده

د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله تړل شوې ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستانۍ ورځپاڼې د پاکستان په خیبر سیمه کې د حکومتي چارواکو په حواله لیکلي دي چی د طالبانو له خوا له پاکستاني لوري سره له همغږۍ پرته د سرحدي پوستو د جوړولو اقدام د دوی ترمنځ د درنو ډزو د تبادلې لامل شو. د پاکستان پولې ته څېرمه د نوې سرحدي پوستې د جوړولو په برخه کې د طالبانو د اقدام په وړاندې د پاکستاني ځواکونو اعتراض د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د سختې جګړې لامل شو. دا پېښه تېره شپه پیل او څو ساعته یې دوام وکړ. په ورته وخت کې طالب چارواکو اعلان کړی، چې تېره شپه په سرحدي نښتو کې د یوې ښځې او دوو افغان ماشومانو په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.

بیشتر بخوانید:  فیفا د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله بیا راژوندۍ کړه: د کډوالو لوبډله د نړیوال ملاتړ سره جوړه شوه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x