د تورخم بندر د تړل کېدو منفي اغېزې د افغانستان پر اقتصاد

د تورخم بندر د تړل کېدو منفي اغېزې د افغانستان پر اقتصاد د تورخم د سرحدي بندر د دوامداره تړل کېدو له امله، د افغانستان پر ماتیدونکې اقتصاد د دې وضعیت د منفي اغېزو په اړه اندېښنې زیاتې سوې دي. په همدې تړاو، عبدالظهور مدبر، د اقتصادي چارو کارپوه، د معمار خبری آژانس سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې د دې پولې بند پاتې کېدل به پر سوداګرۍ او کورنیو تولیداتو ناوړه پایلې ولري.
د تورخم بندر د تړل کېدو منفي اغېزې د افغانستان پر اقتصاد

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د تورخم د سرحدي بندر دوامداره انسداد د افغانستان پر ماتیدونکې اقتصاد د منفي اغېزو په اړه اندېښنې لا ډېرې کړې دي. تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي، چې تړل کېدل یې د وارداتو، صادراتو او تولیدي فعالیتونو بهیر په جدي ډول ګډوډ کړی دی.

عبدالظهور مدبر، د اقتصادي چارو کارپوه، د معمار خبری آژانس سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې د دې پولې دوامداره تړل کېدل به پر سوداګرۍ او کورنیو تولیداتو ناوړه اغېزې ولري.

مدبر وایي: «د تورخم تړل کېدل د لګښتونو د زیاتېدو سبب کېږي، ځکه بدیلې لارې لکه د ایران یا د منځنۍ اسیا لارې هم ډېر لګښت‌وړې او هم وخت‌نیونکې دي.
دا وضعیت نه یوازې د توکو وروستۍ بیې لوړې کوي، بلکې د کورنیو محصولاتو د سیالۍ توان هم کمزوری کوي.»

د هغه په وینا، د افغانستان د کورنیو تولیداتو ډېره برخه خام مواد له پاکستان څخه واردېدل، خو اوس د پولې د تړل کېدو له امله تولیدوونکي د خامو موادو له کمښت سره مخ سوي دي.

نوموړی ټینګار کوي چې د وارداتو کمېدل، د بیو لوړوالی، د ګمرکي عوایدو کمښت او پر مصرفوونکو فشار د دې وضعیت نورې پایلې دي.

دغه اقتصادي کارپوه خبرداری ورکړی چې که د تورخم تړل دوام وکړي، د هېواد اقتصادي ثبات به لا زیات زیانمن سي او بې‌کاري او انفلاسیون به ډېر سي.

سره له دې چې کارپوهان خبرداری ورکوي، د تورخم بندر لا هم تړلی پاتې دی او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل هڅې تر اوسه بې‌پایلې پاتې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x