د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس په ۲۳مه (د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۱۴مه) په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو د ناستې په اړه په خپله رسمي اعلامیه کې ویلي، چې دا ناسته د ایران، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او روسیې د استازو په ګډون ترسره سوه.
د اعلامیې له مخې، ګډونوالو هېوادونو د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر سیمهییزې همغږۍ او د سیمې پر محوري رول ټینګار وکړ، او همدارنګه یې اعلان وکړ چې که افغان لوری اړتیا اعلان کړي، دوی چمتو دي د افغانستان د ثبات د ټینګښت لپاره همکاري وکړي.
په اعلامیه کې راغلي، ګډونوالو د افغانستان د خلکو د معیشت د ښه کېدو لپاره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر دوام ټینګار وکړ او د سیمې له سیاسي او اقتصادي بهیرونو سره د افغانستان د یوځای کېدو اړتیا یې مهمه وبلله.
دا اعلامیه په لاندې ډول ده:
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته، چې د ایران اسلامي جمهوریت، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سربېره روسیه هم پکې شامله وه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۳مه (۱۴ دسمبر ۲۰۲۵) په تهران کې ترسره سوه. ګډونوالو هېوادونو د سیمې د رول د اهمیت په پام کې نیولو سره د افغانستان وروستي بدلونونه وڅېړل او پر لاندې ټکو یې هوکړه وکړه:
د موجودو موضوعاتو او ننګونو د حل لپاره، په ځانګړي ډول د افغانستان اړوندو مسایلو کې، پر سیمهییزې همغږۍ او د سیمې پر محوري رول ټینګار وسو.
د افغانستان د ثبات پر پیاوړتیا ټینګار وسو او اعلان یې وکړ چې که افغان لوری اړتیا څرګنده کړي، دوی د مرستې لپاره چمتو دي.
د افغانستان له اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سره د دوام پر اهمیت ټینګار وسو، تر څو د دغه هېواد د خلکو معیشت ښه سي، او د سیمې له سیاسي او اقتصادي بهیرونو سره د افغانستان د یوځای کېدو اړتیا یادونه وسوه.
د امنیتي اندېښنو په یادولو سره، ګډونوالو چمتووالی وښود چې له افغانستان سره د ترهګرۍ، د مخدره موادو د قاچاق او د انسان قاچاق پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.
د نړیوالې ټولنې پر مسؤلیت ټینګار وسو چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لېرې کړي او د دغه هېواد کنګل سوې شتمنۍ ازادې کړي.
په افغانستان کې د هر ډول بهرني پوځي حضور له هڅو سره مخالفت وسو.
پر هغو هېوادونو ټینګار وسو چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسؤل دي، چې باید د دغه هېواد د بیارغونې او د اقتصادي او رفاهي وضعیت د ښه کولو لپاره مرسته وکړي، پرته له دې چې دا مرستې د سیاسي فشار وسیله وګرځوي.
له نړیوالو سازمانونو وغوښتل سول چې د ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو ملاتړ وکړي او د هغوی د عزتمندانه راستنېدو شرایط برابر کړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو له روانو هڅو ملاتړ وسو او د دغو هڅو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ چمتووالی وښودل سو. همدارنګه له دواړو هېوادونو وغوښتل سول چې د خبرو مېز ته راوګرځي او خپلې ستونزې د دیپلوماتیکو لارو حل کړي.
هوکړه وسوه چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه ناسته به په نږدې وخت کې د ترکمنستان په عشقآباد ښار کې ترسره سي.
د پاکستان له هغه چمتووالي هرکلی وسو چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو دویم پړاو ناسته د راتلونکي کال د مارچ په میاشت کې په اسلاماباد کې ترسره کړي.



