د تهران غونډه او د افغانستان د راتلونکي لپاره سیمه‌ییزه اجماع

د تهران دوه ورځنۍ سیمه‌ییزه غونډه د افغانستان په اړه، چې د سیمې د شپږو هیوادونو او روسیې ځانګړو استازیو په حضور ترسره سوه، د سیاسي، امنیتي او بشري همغږۍ په لور یو نوې ګام وو. دغه غونډه چې د ایران د اسلامي جمهوریت په کوربه توب ترسره سوه، څرګنده کړه چې تهران غواړي د سیمه‌ییزې سولې او ثبات په مسیر کې یو مسؤل، رغنده او اخلاقي رول ولوبوي. د غونډې وروستۍ اعلامیه هم د هیوادونو ګډه اراده په ډاګه کوي چې غواړي د افغانستان په ثبات، پراختیا او عدالت کې مرسته وکړي.

ایران په تیرو کلونو کې، سره له دې چې نړیوال فشارونه او داخلي ستونزې لرلې، هڅه کړې چې د افغانستان د بحران په وړاندې یو فعال او متوازن رول ولوبوي. د تهران تازه غونډې وښودله چې ایران نه یوازې د افغانستان د ثبات اندیښنه لري، بلکې غواړي د سیمې هیوادونو ترمنځ د خبرو یو میکانیزم رامنځته کړي.

سید عباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د غونډې په پرانیستونکې وینا کې ټینګار وکړ: «امنیت، پراختیا او ارامی په افغانستان کې د ټولو ګاونډیانو په ګټو پورې تړلی دی.» هغه د بهرنیو ځواکونو له لوري د تحمیلي مداخلو په اړه نیوکه وکړه او وویل چې دغه تحمیلي نسخې هېڅکله د افغانستان خلکو لپاره دایمي سوله نه سي راوستلی.

د تهران د غونډې چلند د سیمه‌ییز عقلانیت او مسؤلیت پر بنسټ بنا وو؛ ایران هڅه وکړه چې د ګاونډیو هیوادونو د مختلفو نظرونو ترمنځ یو ډول همغږي او تفاهم رامنځته کړي او پر اصل «رغنده خبرو» ټینګار وکړي نه پر مخالفت او سیالۍ.

په اوسني سیمه‌ییز حالت کې، د افغانستان ګاونډي هیوادونه پوه سول چې هېڅ یو یې یوازې د امنیتي او اقتصادي بحرانونو مدیریت نسي کولی. له دې امله، د تهران د غونډې وروستۍ اعلامیه په ګډ امنیت، اقتصادي همکارۍ او د افراطیت پر وړاندې په ګډه مبارزه ټینګار درلود.

ګډون کوونکو هیوادونو د ترهګرۍ، مخدره توکو قاچاق او د انسانانو د قاچاق په برخه کې د همکارۍ چمتووالی اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې ثبات دی. همدارنګه، د افغانستان سره د اقتصادي او تجارتي اړیکو د دوام پر اهمیت هم ټینګار وسو ترڅو د خلکو ژوند ښه سي او افغانستان په سیمه‌ییزو پراختیايي بهیرونو کې مدغم سي.

دا دریځونه ښيي چې د ګډو ګټو پر اساس یوه نوې سیمه‌ییزه پوهه رامنځته سوې ده؛ پوهه چې د کلتوري، اقتصادي او امنیتي همغږۍ پر بنسټ ولاړه ده او کولی سي د سیمې د نوي نظم اساس جوړ کړي.

د تهران د غونډې یوه مهمه ځانګړنه د سیاسي او قومي ملاتړۍ څخه ډډه وه. هېڅ یو هیواد، په شمول د کوربه، د افغانستان د مختلفو ډلو په اړه یو اړخیز دریځ و نه نیوه. دغه هوښیار دیپلوماتیک چلند د افغانستان د ټولنیزو واقعیتونو ژور درک څرګندوي.

په وروستۍ اعلامیه کې پر ټولو قومونو، مذاهبو او سیاسي ډلو د درناوي ټینګار په حقیقت کې دا څرګندوي چې سیمه یوازې هغه وخت ثبات مومي چې د افغانستان ټول جریانونه، بې له کوم قومي او مذهبي تړاو، د خپل هیواد په برخلیک کې شریک وي.

ایران د دې حساسیتونو په درک سره د «بې طرفه همغږي کوونکی» رول غوره کړ او هڅه یې وکړه چې د ملي خبرو او پخلاینې لارې د سیمه‌ییزې همکارۍ له لارې هموارې کړي.

بل روښانه ټکی د تهران د غونډې په اعلامیه کې د افغانستان بشري بحران ته ځانګړې پاملرنه وه. ګډونوالو هیوادونو د کډوالو، ښځو، ماشومانو او زیان‌منونکو خلکو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د افغان کډوالو د عزتمندانه او رضاکارانه راستنېدو زمینه برابره کړي.

دغه بشري چلند ښيي چې د تهران غونډه یوازې سیاسي او امنیتي مسایلو ته نه ده ځانګړې، بلکې «انسان» یې مرکز وو. همدارنګه، پر ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو ټینګار دا غونډه له ساده سیاسي خبرو څخه پورته وړي او دا یې د «سیمه‌ییز باور د بیا رغونې کلتوري هڅه» کړه.

د تهران د غونډې وروستۍ اعلامیه د ستراتیژیک او هیله‌بخښونکی سند په توګه ګڼل کیدی سي. په دې اعلامیه کې، د افغانستان په خاوره کې د هر ډول بهرني پوځي حضور د غندنې ترڅنګ، پر بندیزونو د رفع کولو او د افغانستان د ځمکني شتمنیو د آزادولو ټینګار هم سوی دی.

ګډونوالو هیوادونو د نړیوالې ټولنې اخلاقي او سیاسي مسؤلیت هم یادونه وکړه چې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې مرسته وکړي.

له بلې خوا، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ کمولو ملاتړ او دواړو هیوادونو ته د ډیپلوماتیکو خبرو بلنه د تهران د غونډې سوله‌محوره او منځګړې چلند څرګندوي.

همدارنګه، د بلې غونډې د جوړولو هوکړه په عشق‌آباد او اسلام‌آباد کې د سیمه‌ییزو خبرو د دوام نښه ده؛ داسې یوه پروسه چې که دوام وکړي، کولی سي افغانستان له انزوا وباسی او دایمي ثبات ته زمینه برابره کړي.

د تهران غونډه د «اخلاقي او سیمه‌ییزې واقع‌ګرايي سیاست» په مسیر کې یو مهم ګام ګڼل کیدی سي. دغه غونډې وښودله چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه، په ځانګړي توګه ایران، دې پایلې ته رسیدلي چې د سیمې راتلونکی د قدرتونو په سیالۍ کې نه، بلکې د همغږۍ او همکارۍ له لارې رامنځته کیږي.

ایران په دې منځ کې خپل رول په ښه توګه ترسره کړ: نه د غالب لوبغاړي په توګه، بلکې د همغږی کوونکی، د اړیکو د پل او د خبرو او سولې د ملاتړي په توګه.

که دغه مسیر د ګډې ارادې او ورته غونډو دوام سره پرمخ لاړ سي، کیدای سي ووایو چې د تهران غونډه د سیمه‌ییز عقلانیت او همکارۍ د نوي فصل پیل وو؛ یو فصل چې پکې امنیت او پراختیا نه له بهر څخه، بلکې د سیمې له خپل منځه رامنځته کیږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x