د تهران او اسلام اباد ترمنځ د ګازو د لېږد په اړه د خبرو اترو نوی پړاو پیل شو

د تهران او اسلام اباد ترمنځ د ګازو د لېږد په اړه د خبرو اترو نوی پړاو پیل شو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستاني رسنیو نن شنبه د عقرب ۲۷مه نېټه خبر ورکړی دی چې د پاکستان د انرجۍ وزیر محمد علي خان چې په دې وروستیو کې د ایران د بریښنا د صنعت په ۲۳م نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و، د ایران د انرژۍ له وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل. په همدې حال کې د پاکستان د انرجۍ وزیر محمد علي خان اعلان وکړ چې ایران ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې اسلام اباد د ګازو د ګډې پروژې په اړه خپله ژمنه تازه کړه. او موافقه وشوه چې دواړه هیوادونه به په راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې پاکستان ته د ایراني ګازو د انتقال د پلان د پرمخ بیولو لپاره نوې خبرې اترې پیل کړي. د پاکستان نیوز په دغه راپور کې ویل شوي، چې دواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې د پروژې د عملي کېدو لپاره به پر حل لارو بیا کتنه کوي

بیشتر بخوانید:  د افغان غره ختونکي تاریخي ویاړ او د ماونټ ایوریسټ فتحه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x