د ترکیې پولیسو په ارزانجان کې د ۶۴ افغان کډوالو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. دغه کډوالو چې په یوه لارۍ کې دننه د الکترونیکي توکو په منځ کې پټ شوي وو، د پولیسو له خوا ونیول شول او د «غیر قانوني مهاجرینو سره د مبارزې» مرکز ته واستول شول. د ارزنجان پولیسو ویلي چې د دې لارۍ چلوونکی یې نیولی دی. په ترکیه کې د افغان کډوالو نیول او اخراج په وروستیو میاشتو کې د پام وړ زیات شوی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5640
۱ کال پیش
شماره خبر 5640
منتشر شده در ۱۲:۳۲ - اسد ۱۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email