د ترکیې پولیسو لږ تر لږه ۱۷ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي

د ترکیې پولیسو د بوردور ښار د ګل‌حصار په سیمه کې د عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۱۷ بې‌اسناده افغان پناه غوښتونکي او څلور نور کسان چې د هغوی د «غیرقانوني تنظیم» سره تړاو لري، نیولي دي.
د ترکیې پولیسو لږ تر لږه ۱۷ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې پولیسو د بوردور ښار د ګل‌حصار په سیمه کې د پراخو عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۱۷ هغه افغان پناه غوښتونکي نیولي چې قانوني اسناد یې نه لرل.

د ترکیې د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دغو پناه غوښتونکو د «غیرقانوني تنظیم» په تړاو څلور نور کسان هم نیول سوي او عدلي ارګانونو ته معرفي سوي دي.

نیول سوي پناه غوښتونکي د اداري او رسمي پروسو تر بشپړېدو وروسته د بهرنیو اتباعو د اخراج مرکزونو ته لېږدول سوي دي. همدارنګه، د یوه پناه غوښتونکي څخه یو اندازه هیروئین موندل سوي او ضبط سوي دي.

په وروستیو کلونو کې ترکیې، په ځانګړي ډول د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او شړلو بهیر چټک کړی دی. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په تېر یو کال کې لږ تر لږه ۳۱ زره افغان پناه غوښتونکي د «غیرقانوني داخلېدو او د استوګنې د اسنادو د نشتون» په تور نیول سوي دي.

دا اقدامات د ترکیې د هغو هڅو برخه بلل کېږي چې غواړي دې هېواد ته د کډوالو او پناه غوښتونکو غیرقانوني داخلېدل او استوګنه کنټرول کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x