د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، معلومات ښيي چې روسیې پر پولنډ د توغندیو په برید کې هېڅ رول نه درلود.
هغه د اندونیزیا په بالي کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل: زه په پولنډ کې د توغندي د توغولو د پېښې په اړه د روسیې دریځ ته درناوی او باور لرم.
په ورته وخت کې اردوغان زیاته کړه چې هېواد یې له مسکو سره اړیکې پراخوي.