د ترکمنستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړه

د ترکمنستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د فوټبال اتلولۍ په خپله لومړۍ لوبه کې، چې د ازبکستان په تاشکند کې ترسره کېږي، د ترکمنستان په وړاندې ماتې وخوړه.

دا لوبه د ټورنمنټ د لومړي پړاو په چوکاټ کې ترسره شوه.

د ملي اولمپیک، فزیکي زده کړې او سپورت کمیټې د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، افغان زده کونکي به د دې سیالۍ په دوام کې د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د تاجکستان د ملي ټیم سره مخ شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه