د ترهګرۍ بېرته راګرځېدلې ترخې پایلې او د افغانستان پر واکمنۍ تېری

پاکستان نږدې نیمه پېړۍ کېږي چې په افغانستان کې سختدریځي د خپلې بهرنۍ تګلارې د یوې وسیلې په توګه کاروي. د پاکستان پوځ په خپل وروستي برید کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) پر وړاندې د مبارزې په پلمه د پکتیکا او ننګرهار ځینې سیمې بمبار کړې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي وژل سوي دي.
د ترهګرۍ بېرته راګرځېدلې ترخې پایلې او د افغانستان پر واکمنۍ تېری

پاکستان نږدې نیمه پېړۍ کېږي چې په افغانستان کې سختدریځي د خپلې بهرنۍ تګلارې د یوې وسیلې په توګه کاروي. د پاکستان پوځ په خپل وروستي برید کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) پر وړاندې د مبارزې په پلمه د پکتیکا او ننګرهار ځینې سیمې بمبار کړې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي وژل سوي دي.

په افغانستان کې د نیمې پېړۍ وینې تویولو ملاتړ او د بشري حقونو ښکاره نقض؛ اسلام‌اباد څنګه خپل قربانیان په افغانستان کې بمباروي؟

د پاکستان پوځ په خپل وروستي تېري کې د ۱۴۰۴ کال د حوت په دویمه، د شنبې په ماښام، د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) پر وړاندې د مبارزې په پلمه د پکتیکا او ننګرهار ځینې سیمې بمبار کړې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي وژل سوي دي. دا په تېرو څلورو کلونو کې، له هغه وروسته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان پر خاوره د پاکستان شپږم خونړی برید بلل کېږي.

پاکستان نږدې له نیمې پېړۍ راهیسې په افغانستان کې سختدریځي د خپلې بهرنۍ تګلارې د یوې وسیلې په توګه کاروي. د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال، هغه وخت چې د افغانستان ملت د شوروي د یرغل پر وړاندې جګړه کوله، پاکستان د لوېدیځ په ملاتړ نه یوازې له اصلي مجاهدینو، بلکې له هغو نفوذي او توندلارو ډلو سره هم مرسته وکړه چې د دې هېواد د پوځي استخباراتو (ISI) له لوري روزل سوې وې. همدغو ډلو وروسته د القاعده، د ګلبدین حکمتیار د ډلې او بیا د پاکستاني طالبانو (TTP) د جوړېدو لومړنۍ بنسټ کېښوده، تر څو د افغانستان وګړو ته زیان ورسوي ؛ خو نن ورځ همدغه ډلې د پاکستان پر وړاندې هم ګواښ ګرځېدلې دي. د هغه وخت د زرګونو افغانانو وینه د اسلام‌آباد په مستقیم لاس توی سوه.

د ۲۰۰۱ کال د طالبانو له سقوط وروسته، پاکستان په داسې حال کې چې په رسمي ډول د ترهګرۍ پر ضد د نړیوال ائتلاف ملګری بلل کېده، د افغانستان د حکومت د مخالفو ډلو مشرانو ته یې د کویټې او پېښور په ښارونو کې خوندي پټنځایونه برابر کړل. د افغانستان د جمهوریت حکومت څو ځله د څرګندو شواهدو په وړاندې کولو سره پاکستان تورن کړ چې له یوې خوا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نوم نړیوالې مرستې ترلاسه کوي او له بلې خوا په افغانستان کې د جګړې اور ژوندی ساتي. په دغو دوو لسیزو کې زرګونه افغانان د اسلام‌آباد د همدې دوه‌مخې تګلارې قرباني سول.

د طالبانو د واک ته د رسېدو وروسته، پاکستان نه یوازې له لاسوهنې لاس نه دي اخیستی، بلکې خپل بریدونه یې لا هم زیات کړي دي. د دې شپږو خونړي بریدونو کتنه د پاکستان ریښتینی څېره څرګندوي:

اپریل ۲۰۲۲: په خوست او کنړ کې هوایي بریدونه چې ۴۷ وګړي پکښې ووژل سول، اکثراً غیرنظامیان.

مارچ ۲۰۲۴: په خوست او پکتیکا کې ادعايي پناه ځایونه بمبار کړل سول چې په پایله کې ۸ ښځې او ماشومان ووژل سول.

دسمبر ۲۰۲۴: په پکتیکا کې برید چې ۴۶ وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون پکښې ووژل سول.

اکتوبر ۲۰۲۵: کابل، پکتیکا، خوست او ننگرهار ته پراخ بریدونه چې د پوله‌ایزو نښتو په پایله کې ۳۷ غیرنظامیان ووژل سول (د یوناما له نظره).

نومبر ۲۰۲۵: په خوست، کنړ او پکتیکا کې بریدونه چې د خوست په ګربز ولسوالۍ کې ۹ ماشومان او یوه ښځه شهیدان سول.

فبروري ۲۰۲۵: په ننگرهار او پکتیکا کې برید چې ۱۷ نوي وګړي پکښې ووژل سول.

دا ویرونکې شمېرې ښايي چې د پاکستان اصلي موخه د ترهګرۍ سره مبارزه نه ده، بلکې غیرنظامیان وژل او د کابل د فشار لاندي راوستل دي.

پاکستان نن د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) له لوري د رامنځته سوې ژور امنیتي کړکېچ سره مخ دی. د دې کړکېچ ریښه د پاکستان د لسیزو راهیسې د سختدریځو ډلو ملاتړ ته ورګرځي . د پاکستان پوځ د دې ډلو په خپل قبايلي سیمو کې د کنټرولولو ناتواني، پاکستان دې ته اړ کړی چې افغانستان تل د مسوولیت څخه د تیښتې لپاره د بهانې په توګه وړاندې کړي. خو پر افغانستان د هوایي بریدونو ترسره کول نه یوازې TTP کمزوری کوي نه ، بلکې د دوی شهرت لا زیاتوي او د تاوتریخوالي کړۍ بشپړوي.

پاکستان د هغه چا په څېر دی چې د ګاونډي په کور کې اور اچوي، خو د باد د لګیدو له لارې لمبې بیرته خپل کور ته راوړي. د سختدریځو ډلو کلونه ملاتړ، د جهادي ښوونځیو جوړول او د سیاسي موخو لپاره د سختدریځو نظریې روزنه ، نن ورځ یوې بې اندازې ویرونکي څېري باندي بدل سوې چې پخپله پاکستان یې هم خوړلای دي . په بنو، باجور او اسلام‌آباد کې خونړي عملیات، ټول د هغه ترهګرۍ د بیرته راتګ نښې دي چې پخوا پاکستان پخپله روزلې وه.

اسلام د سپیڅلی دین محکمه: قرآن کریم د بې‌ګناه انسان وژنه د ټول بشریت د وژنې سره مساوي ګڼي (مائده، ۳۲). د ګاونډي په کور تېری او د ماشومانو وژنه د “محاربه” او “فساد فی الارض” څرګند مثال دی. پاکستان په دې جناياتو سره له ټولو اخلاقي او دیني اصولو فاصله نیولې ده.


د بشري حقونو محکمه او د نړیوالو قوانینو له مخې: پر غیرنظامي سیمو د هوايي بریدونو ترسره کول، پرته له دې چې د نظاميانو او غیرنظاميانو توپیر مراعت سي، د “جګړې د جرم” څرګند مثال دي. د ملګرو ملتونو منشور هر ډول وسله‌وال برید پر بل هېواد منع کړی دی. د یوناما راپورونه چې په دې بریدونو کې د لسګونو غیرنظامي وګړو وژل تأییدوي، د پاکستان د نړیوالو محاکمو لپاره د محکومیت سند بلل کېږي.

د ګاونډیو محکمـه: ختیځ کلتور او د ګاونډیو اصول غواړي چې د ګاونډي حرمت او وینه وساتل سي. پاکستان د نږدې پنځو لسیزو جنایتونو او دې شپږ وروستیو تېریو سره، د خپلو شاته پلونو تل پاتي ویجاړتیا رامنځته کړې ده.

پاکستان باید د تل لپاره په دي وپوهيږي چې د ترهګرۍ د بهرني سیاست د وسیلې په توګه د کارولو دوره پای ته رسېدلی ده. هغه ورځې چې په افغانستان کې د سختدریځو ډلو د روزنې له لارې “ستراتیژیک ژوروالی” رامنځته کېدای، د تل لپاره پای ته رسېدلي دي. هغه اور چې اسلام‌آباد په افغانستان کې بل کړ، نن د دوی د امنیتي ماڼیو په اسلام‌آباد، لاهور او راولپنډۍ کې سوځېدلي او په خاوره اوښتي دي.

دغه شپږ خونړي بریدونه چې په پایله کې یې سلګونه وژل سوي، لسګونه بې‌ګناه ماشومان او داغداره میندې دي، د پاکستان د سیاسي کمزورتیا او ناتوانۍ څرګندويه دي، نه د هغه ځواک. هر بم چې د افغانستان د بې‌ګناه وګړو پر سر غورځیږي، د دواړو ملتونو په زړونو کې ژوره کرکه کرل کېږي او د هر ډول راتلونکي همکاریو لار تړل کېږي.

اوس پاکستان د یوې تاریخي پرېکړې مخې ته دی: یا له مداخلې لاس واخلي، پولې ومني او د خپل هېواد دننه د ترهګرۍ ریښې وچې کړي؛ یا د دې جنایتونو د دوام په صورت کې ځان په سیمه‌ییزه انزوا او نړیوالې غندنې کې ډوب کړي. تاریخ هیڅکله له داسې کړنو بخښنه نه کوي؛ په ځانګړې توګه هغه کسان چې د دین په نوم د ماشومانو وینه حلاله ګڼي. د بشر هوښیار وجدان او د سلګونو افغانو شهیدانو وینه، پاکستان به هیڅکله له دې تور څخه پاک نه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x