د ترمز غونډې پای؛ افغانستان د سیمه ییزې بیارغونې او پرمختګ محور دی

په ازبکستان کې د ترمز درې ورځنۍ غونډه د مرکزي او جنوبي آسیا هیوادونو د استازو په ګډون سره پای ته ورسیده، او ازبک چارواکو د افغانستان د سیمه ایزو اقتصادي او امنیتي پروژو په شمول د ټرانس-افغان ریل پټلۍ سره د یوځای کولو اړتیا باندې ټینګار وکړ.
پایان نشست ترمذ؛ افغانستان محور بازسازی و توسعه منطقه‌ای

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترمز درې ورځنۍ خبرې اترې، چې د ازبکستان د حکومت په نوښت او د دغه هېواد د ولسمشرۍ په مشرۍ د ستراتیژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ لخوا کوربه توب شوې وه، د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، اروپا، د خپلواکو هېوادونو د مشترک المنافع هېوادونو او لویدیځې اسیا د شاوخوا ۲۰۰ استازو او متخصصینو په ګډون سره پای ته ورسېدې.

د دې غونډې اصلي موخه د دواړو سیمو ترمنځ د اقتصادي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د لارو چارو لټول وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه