د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، جورابیک میرزامحمدوف، د ازبکستان د انرژۍ وزیر، ویلي چې تاشکند پرېکړه کړې ده د افغانستان لپاره د برېښنا صادرات زیات کړي، او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو د انرژي په برخه کې اړیکې د پرمختګ پر لور روانې دي. میرزامحمدوف د «آکيپرس» خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: «له افغانستان سره همکاري په ښه توګه پراخېږي. زه په تېرو دوو میاشتو کې درې ځله افغانستان ته تللی یم.
افغانستان غواړي خپل اقتصاد پراخ کړي، او دا کار بې له انرژۍ ناشونی دی.» هغه ټینګار کړی چې طالبان د برېښنا د پیسو په ورکړه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي، او آن د پخواني حکومت پاتې پورونه یې هم پرې کړي دي. وزیر زیاته کړه: «د افغانستان له لوري د برېښنا د بیې په ورکړه کې هېڅ ډول ځنډ یا ستونزه نسته.»
هغه د پلخمري د برېښنا د لېږد مزي د جوړېدو د پیل خبر هم ورکړ او وویل: «موږ به د همکاریو پراختیا ته دوام ورکړو. د برېښنا مزو ډېرې برخې له وړاندې غځېدلې دي او د برېښنا پستونه د سرخاندریا تر سیمې رسېدلي دي. اوس د ۵۰۰ کیلوولټه نوي مزي د پلخمري د پروژې کار پیل سوی دی. د پروژې تړون د سپتمبر په میاشت کې لاسلیک سو او هوکړه وسوه چې ټول کارونه به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړ سي.
له دې وروسته به د افغانستان لپاره د برېښنا صادرات څو چنده زیات سي.» د هغه په وینا، دا پروژه د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د افغانستان د انرژۍ د ودې لپاره د اړتیاوو پوره کول دي.







