د تاجیکستان لوړپوړی پلاوی د طالبانو له مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته ورسېد

د راپورونو له مخې، د تاجیکستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن شنبه، د عقرب ۲۴مه کابل ته راغلی ترڅو د افغانستان له چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
د تاجیکستان لوړپوړی پلاوی د طالبانو له مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته ورسېد

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د تاجیکستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن شنبه، د عقرب ۲۴مه کابل ته راغلی ترڅو د افغانستان له چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي. یاد پلاوی د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت، امنیتي بنسټونو او یو شمېر مهمو دولتي ادارو لوړپوړي چارواکي پکې شامل دي.

د کورنیو رسنیو د معلوماتو له مخې، د دې سفر موخه د تاجیکستان او د طالبانو رهبرۍ تر منځ د همکارۍ پراختیا او د اعتماد جوړونې پروسه پیاوړې کول دي. په پلان کې ده چې د پلاوي غړي به د خپل سفر پر مهال له یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو سره پراخې خبرې وکړي. یو مهم بحث به د طالبانو د سفارت راتلونکی وضعیت او فعالیتونه د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې کې وي.

د سرچینو په وینا، نور بحثونه به د ګډ سرحد امنیت، سوداګریزو اړیکو اسانتیا او سیمه‌ییزو همکاریو پر محور هم وسي. یاد سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو او تاجیکستان اړیکې په تېرو دوو کلونو کې له ستونزو سره مل وې او دوشنبې څو ځله د سرحدي سیمو د امنیت او د افراطې ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. سره له دې، د دغه پلاوي سفر د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کېدو او د کړکیچونو د کمېدو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x