د تاجیکستان د سرحدي ځواکونو او د افغانستان د بریدګرو ترمنځ سرحدي نښته

د تاجیکستان د ملي امنیت کمیټې اعلان کړی چې د وسله‌والو کسانو له لوري چې له افغانستانه ددې هیواد خاورې ته ننوتي وو، د وسلوالې نښتې په ترڅ کې پنځه تنه وژل سوي دي.
د تاجیکستان د سرحدي ځواکونو او د افغانستان د بریدګرو ترمنځ سرحدي نښته

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د تاجیکستان د ملي امنیت کمیټې ویلي، د وسله والې ډلې سره چې د افغانستان له خاورې دې هیواد ته داخل سوې وه، د وسله‌والې نښتې پر مهال پنځه کسان وژل سوی دی چې پکښې درې تنه د ترهګرې ډلې غړي او دوه تنه د دغه هیواد سرحدي ځواکونه شامل دي.

دغه پېښه د تاجیکستان په جنوبي سرحد کې رامنځته سوې، چې درې تنه د یوې ترهګرې ډلې غړي او دوه تنه سرحدي ساتونکي وژل سوي دي. د تاجیکستان د ملي امنیت کمیټه دغه وسله‌وال د یوې “ترهګرې ډلې” غړي بللي، خو د کومې مشخصې ډلې نوم یې نه دی یاد کړی.

دغه اداره وايي چې بریدګر د افغانستان له خاورې څخه تاجیکستان ته ننوتي وو او هڅه یې کوله په پټه توګه دننه سي، خو د سرحدي ځواکونو له مقاومت سره مخ سول.

د تاجیکستان امنیتي چارواکو ویلي چې اوس د دې پېښې نورو جزییاتو ته په کتلو او د دې برید سره تړلو کسانو د تعقیب په حال کې دي.

دغه پېښه په داسې وخت کې رامنځته سوې چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د سرحدي سیمو سره د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړې توګه د طالبانو د واکمنۍ وروسته، د افراطی ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې ډېرې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x