ظفر صمد، د تاجیکستان د مخدره توکو پر ضد د ادارې مشر، ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د امنیتي او نظامي ځواکونو لخوا د افغانستان سره په پوله ۱۷ وسلهوالې نښتې ثبت سوې دي او د مخدره توکو د کشف او ضبط اندازه د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۵۰ سلنه لوړه سوې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه نښتې د تاجیکستاني ځواکونو او افغان قاچاقچیانو ترمنځ رامنځته سوې دي. په دې نښتو کې د تاجیکستان دوه امنیتي ځواکونه او لس افغانان وژل سوي دي.
نوموړي تاجیکستاني چارواکي ټینګار وکړ چې د ۲۰۲۵ کال په جریان کې د افغانستان د پولو پر سر د وسلهوالو نښتو کچه د تېر کال په پرتله لوړه سوې ده.
د تاجیکستان د مخدره توکو د مبارزې د ادارې رئیس په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو په پوله یوازې شپږ وسلهوالې نښتي رامنځته سوې وې چې په پایله کې یې درې قاچاقچيان وژل سوي دي.
هغه همدارنګه وویل چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د تاجیکستان او افغانستان په پوله کشف او ضبط سوي مخدره توکي زیات سوي او ۲۷۴۲ کیلوګرامو ته رسېدلي دي.
د دې چارواکي د وینا پر اساس، په ۲۰۲۴ کال کې په دې پوله کې د موندل سویو مخدره توکو اندازه ۱۸۲۴ کیلوګرامه وه. هغه د دې احصایې په پرتله کولو سره وویل چې په ۲۰۲۵ کال کي کشف سوې توکی ښايي چې شاوخوا یو ټن مخدره توکی زیات سوي دي.
د تاجیکستان د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر په پای کې وویل چې د افغانستان مخدره توکي د تاجیکستان له لارې نورو هېوادونو ته د قاچاق له لاری همدا اوس هم جریان لري.




