د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ګډ امنیتي تړون سازمان د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستان د حرب میدان په روزنیز مرکز کې د پوځي تمرینونو د ترسره کولو اعلان وکړ چی دغه پوځي مانور د څو ورځو لپاره د اکتوبر په یولسمه پیل شو او د اکتوبر تر څوارلسمې نیټې پورې دوام کوي. د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې، په دې پوځي تمریناتو کې د هغو ګومان شویو غیر قانوني وسله والو ډلو پر وړاندې مبارزه چې د بریدونو پلان لري، تمرین شوی. د ګډو امنیتي تړون سازمان تاجکستان ته د خپلو پوځیانو د استولو ویډیو خپره کړې ده. په دې انځورونو کې د ټانکونو او ډول ډول پوځي موټرو کاروان لیدل کېږي. سږ کال، قزاقستان د ډله ایز امنیت تړون سازمان مشري کوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=104654
۱ میاشت پیش
شماره خبر 104654
منتشر شده در ۱۲:۰۷ - میزان ۲۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email