د بېسټ ۲۰۲۵؛ دمبله او بونماتي غوره فوټبالران وټاکل سول

د نړۍ د فوټبال د غوره کسانو د ټاکنې مراسم «The Best FIFA 2025» د قطر په دوحه ښار کې ترسره سول، چې پکې عثمان دمبله او آیتانا بونماتي د کال د غوره نارینه او ښځینه فوټبالرانو په توګه وپېژندل سول.
د بېسټ ۲۰۲۵؛ دمبله او بونماتي غوره فوټبالران وټاکل سول

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د فیفا د نړۍ د فوټبال د غوره کسانو د ټاکنې د ۲۰۲۵ کال مراسم تېره شپه (۲۵ د قوس) د نړۍ د فوټبال د نوموتو څېرو په حضور کې د قطر په دوحه ښار کې ترسره سول، چې په ترڅ کې یې عثمان دمبله او آیتانا بونماتي د کال د غوره نارینه او ښځینه لوبغاړو په توګه اعلان سول.

دمبله د کال غوره نارینه لوبغاړی سو

د نارینه وو په برخه کې، عثمان دمبله، د فرانسې ملي لوبډلې او د پاریس سن‌ژرمن کلب ستوری، وتوانېد چې د نړۍ د فوټبال د کال د غوره لوبغاړي لقب خپل کړي.

دمبله، چې تر دې وړاندې یې هم د ۲۰۲۵ کال د زرو توپ جایزه ګټلې وه، په وروستي پړاو کې یې کیلیان امباپه او لامین یامال تر شا پرېښودل.
هغه د جایزې تر ترلاسه کولو وروسته له خپلې لوبډلې او له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې ورته یې رایه ورکړې وه.

رسمي؛ عثمان دمبله د فیفا د کال غوره لوبغاړی سو

بونماتي؛ د ښځو په برخه کې د اتلولۍ تکرار

د ښځو په برخه کې، آیتانا بونماتي، د بارسلونا د فوټبال کلب تخلیقي منځنی لوبغاړې، یو ځل بیا د کال د غوره لوبغاړې لقب خپل کړ. بونماتي هم د دمبله په څېر، تر دې وړاندې د ۲۰۲۵ کال د زرو توپ جایزه ګټلې وه.

هغې په وروستي پړاو کې له ماریونا کالدنتي او الکسیا پوتیاس سره سیالي درلوده، خو په پای کې د څرګند توپیر په لرلو سره د ګټونکې په توګه اعلان سوه.

انریکه او ویګمن د کال غوره روزونکي سول

د نارینه وو د روزونکو په برخه کې، لوئیس انریکه، د پاریس سن‌ژرمن هسپانوی سرروزونکی، د کال د غوره روزونکي جایزه ترلاسه کړه.
هانسي فلیک (بارسلونا) او آرنه سلوت (لیورپول) د دې برخې نور نوماندان وو.

د ښځو په فوټبال کې، سارینا ویګمن د کال د غوره روزونکې لقب وګاټه. هغې په یوه ویډیويي پیغام کې د قطر مراسمو ته د نه‌حاضرېدو له امله بښنه وغوښته، له فیفا او رایه‌ورکوونکو یې مننه وکړه او د ښځو د فوټبال پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
سونیا بومباستور او رنه استګرز د دې برخې نور وروستي نوماندان وو.

دوناروما د کال غوره دروازه‌ساتونکی سو

د دروازه‌ساتونکو په برخه کې، جان‌لوئيجي دوناروما، د پاریس سن‌ژرمن ایټالوی دروازه‌ساتونکی، د ۲۰۲۵ کال د غوره دروازه‌ساتونکي لقب ترلاسه کړ.

د پوشکاش او مارتا جایزې

د نارینه او ښځینه وو د کال د غوره ګول لپاره د پوشکاش او مارتا جایزې، سانتیاګو مونتیل (د ارجنټاین د ایندیپندینته لوبغاړی) او لیزبث اووایه (د مکسیکو د ټیګریس لوبغاړې) ته ورکړل سوې.

د کال د غوره هوادارانو جایزه عراقي هوادارانو وګټله. د زاخو لوبډلې مینه‌وال، چې د الحدوده پر وړاندې د لوبې پر مهال یې زرګونه ګولۍ او د ماشومانو لوبتکې لوبغالي ته واچولې او وروسته یې راټولې کړې څو ناروغو ماشومانو ته یې ډالۍ کړي، د فیفا له لوري وستایل سول.

د کال غوره منتخب ټیمونه اعلان سول

د ۲۰۲۵ کال د نارینه وو منتخب ټیم:
– جان‌لوئيجي دوناروما (پاریس سن‌ژرمن)
– اشرف حکیمي (پاریس سن‌ژرمن)
– ویلیان پاچو (پاریس سن‌ژرمن)
– ویرژیل فان‌دایک (لیورپول)
– نونو مېندېش (پاریس سن‌ژرمن)
– کول پالمر (چلسي)
– جود بلینګهم (ریال مادرید)
– ویتینیا (پاریس سن‌ژرمن)
– پدري (بارسلونا)
– لامین یامال (بارسلونا)
– عثمان دمبله (پاریس سن‌ژرمن)

د ۲۰۲۵ کال د ښځو منتخب ټیم:
– هانا همپټون (چلسي)
– لوسي برونز (چلسي)
– لیا ویلیامسن (ارسنال)
– ایرینه پاردس (بارسلونا)
– اونا باتله (بارسلونا)
– آیتانا بونماتي (بارسلونا)
– پاتریشیا ګیخارو (بارسلونا)
– کلاودیا پینا (بارسلونا)
– ماریونا کالدنتي (ارسنال)
– آلیسیا روسو (ارسنال)
– الکسیا پوتیاس (بارسلونا)

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x