د بیګم او ځوانانو راډیوګانو د طالبانو اصولو ته په ژمنتیا سره خپل فعالیتونه بیا پیلوي

فعالیت دوباره رادیوهای بیگم و جوانان با تعهد به اصول طالبان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د “بیګم” او “جوانان” راډیوګانو د فعالیتونو له ځنډولو وروسته، دغو دوو رسنیو ته اجازه ورکړه چې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي. دا جواز وروسته له هغه ورکړل شو چې د دې رسنیو چارواکو ژمنه وکړه چې د طالبانو د اصولو او قوانینو سره سم به فعالیت کوي او له هر ډول سرغړونو څخه به ډډه وکړي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د حوت په څلورمه اعلان وکړ چې وروسته له هغه چې دغو رسنیو د اسلامي امارت د اصولو د رعایت ژمنه وکړه، دوی ته اجازه ورکړل شوه چې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.

بیشتر بخوانید:  داعش په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت منلی/ د اسلام اباد سفیر هدف و
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه