د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د بیان ازادۍ مرکز د تلویزیون نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره سوې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ټلوېزیونونو فعالیت د طالبانو د زیاتېدونکو فشارونو له امله له سخت بحراني حالت سره مخ دی او لیدیزې رسنۍ د ړنګېدو پر لور روانې دي. دغه مرکز په خپله اعلامیه کې ویلي چې تېر کال کې لږ تر لږه ۱۵ ټلوېزیوني شبکې د طالبانو د ادارو او چارواکو په مستقیم امر تړل سوې دي. د مرکز په وینا، پراخ سانسور، زیات محدودیتونه او پرلهپسې لاسوهنې د رسنیو کاري فضا سخته زیانمنه کړې او د بیان آزادي یې له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
د بیان آزادۍ مرکز ټینګار کړی چې طالبان نه یوازې د رسنیو قانون او د معلوماتو د لاسرسي حق له پامه غورځولی، بلکې ۲۳ نوې لارښوونې یې صادرې کړي دي چې ډېری یې له نافذو قوانینو سره په ټکر کې دي او موخه یې د رسنیو، په ځانګړي ډول ټلوېزیونونو، محدودول او کنټرول دی. د اندېښنې وړ له مهمو پیښو څخه؛ د ملي ټلوېزیون په خپرونو کې د ښځو د کار بندیز، په ډرامو او سریالونو کې د ښځو د حضور محدودول، د ښځینه خبریالانو لپاره د نقاب اغوستلو جبري کول، د بهرنیو ټلوېزیوني چینلونو د خپرونو بندول، او د سیاسي بحثونو له ژوندۍ خپرونې څخه مخنیوی. دغه مرکز زیاتوي چې طالبان رسنیو ته امر کړی چې هغوی دې د «افغانستان حکومت» په نوم یاد کړي او هر ډول سیاسي کارپوهانو پر بللو، د مدني اعتراضونو پر پوښښ او د مخالفو لیدلورو پر وړاندې کولو یې بندیز لګولی دی.


