د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د دسمبر لسمې، د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت، د بیان آزادۍ کور په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو، د بیان د آزادۍ مدافعانو او رسنیو وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی.
یاد بنسټ خبرداری ورکړی چې مدني آزادۍ په ډېرو هېوادونو کې، په ځانګړي ډول په افغانستان کې، په شدیده توګه تر فشار لاندې دي او خبریالان له ګواښونو، نیولو او پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
په اعلامیه کې راغلي چې پر رسنیو سخت محدودیتونه، د خپلواکو غږونو چوپول، او د معلوماتو رسونې خفه کوونکی فضا د بشري حقونو د بنسټیزو اصولو ښکاره نقض دی.
د بیان آزادۍ مرکز زیاته کړې چې لسګونه افغان خبریالان په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران کې د بېبرخلیکۍ او سختو حالاتو سره مخ دي او له لازمو ملاتړونو بېبرخې دي.
د اعلامیې له مخې، یوازې په تېره یوه میاشت کې لسګونه افغان خبریالان له پاکستان او ایران څخه ایستل سوي دي؛ چې د دې مرکز په وینا، دا کار د جینیوا کنوانسیون او د پناهغوښتونکو د نړیوالو معیارونو سره ښکاره ټکر لري.
یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغان خبریالانو وضعیت ته جدي پام وکړي، له خپلواکو رسنیو ملاتړ وکړي او پر حکومتونو فشار راوړي څو د بشري حقونو اصول رعایت کړي.




