د بښنې نړیوال سازمان: د افغانستان په پوهنتونونو کې نجونې د طالبانو د ځورونې له امله زدکړي پرېږدي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه سازمان زیاته کړې، چې د افغانستان په پوهنتونونو کې ښځینه محصلانې د جامو د محدودیت او د طالب چارواکو د ناوړه چلند له امله ځورول شوې او وتلو ته اړې شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، سږ کال په پوهنتونونو کې کمې نجونې نوم لیکنه کري دي.

د بریښنا د مستعار په نوم یوې ښځینه محصلې دغه سازمان ته وویل چې د پوهنتون امنیتي ساتونکي تل پر نجونو چیغې وهي چې “خپلې جامې سمې کړئ!خپله چادري په سمه توګه واغوندئ.”

بریښنا وايي، چې د طالب یوه ساتونکي په وېرونکي غږ ورته وویل: «پتلون ته یې وګوره. ولې دي پښې ښکاري؟

دې محصلې زیاته کړه: یوه ورځ زموږ د ډیپارټمنت آمر ټولګي ته راغی او نجونو ته یې وویل چې خپل ځان ته پام کوئ. موږ یوازې هغه وخت ستاسو ساتنه کولای شو چې تاسو د پوهنځي په ودانۍ کې یاست. که د طالبانو غړي هڅه وکړي چې تاسو ته زیان ورسوي یا تاسو ځوروي، موږ نشو کولای چي مخنیوی وکړو.

د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو ښځینه محصلینو ته خبرداری ورکړی، چې که د دې ډلې فرمانونه عملي نه کړي، کارتونه به یې لغوه او له پوهنتونه به وشړل شي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان اقتصادي بیارغونه به په سمرقند کې د شانګهای د غونډې یوه موضوع وي

دغه راز د کابل پوهنتون یوه استاد په دې راپور کې ویلي چې د طالبانو د امر په معروف او نهي له منکر چارو وزارت محتسبین د پوهنتون په دروازو کې دریږي چي وګوري نجونې څنګه پوهنتون ته ننوځي.

دغه پوهاند وايي، که د دې وزارت د چارواکو له خوا د دغو نجونو له ډلې څخه د یوې نجلۍ جامې یا چلند ونه منل شي، نو په خپله خوښه به دغه محصله له پوهنتونه وباسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x