د بښنې نړیوال سازمان په ګډون نړیوالو سازمانونو او بنسټونو په رفح کې د کډوالو پر وړاندې د اسراییلو وحشیانه تیری یو جنګي جنایت وباله او د دغو جنایتونو د سمدستي او شفافې څیړنې غوښتنه یې وکړه. د غزې د تړانګې په جنوب کښې په رفح کښې د بې دفاع فلسطینی کډوالو پر وړاندې د صهیونیسټی نیواکګرو د جنایتونو په دوام د نړیوالې ټولنې له نیوکې وروسته په مینځني ختیځ کښې د صلحې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي همغږي کوونکي “تور ونسلند” د رفح په لویدیځ کښې د مهاجرینو په خیمو باندې د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه حملې د هراړخیزې او شفافې څیړنې غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په یوه بیانیه کې په رفح کې د کډوالو پر ضد د اشغالګرو پوځیانو وحشیانه وژنه او د کډوالو پر خیمو بمبارول چې د لسګونو بې ګناه ملکي وګړو د شهادت لامل شوي، په کلکه غندي. دغه سازمان زیاته کړه: ړانده بریدونه چې بې ګناه ملکي وګړي وژني او ټپي کوي جنګي جنایت دی او باید وڅېړل شي.

- 38
- کې خپور شو 2:50 ب.ظ
- د خبر شمیره 8846
- May 30, 2024
- کې خپور شو 2:50 ب.ظ
- د خبر شمیره 8846
- May 30, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


طالبان: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.
15 ساعتونه پیش


افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره بشري مرستې ناکافي دي
16 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments