نن پنجشنبه (د نومبر ۲۱) د بټکوین ډیجیټل اسعارو بیه په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له ۹۵۰۰۰ ډالرو څخه واوښته.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د آرتي عربي سایټ له مخې، د بټکوین ډیجیټل اسعارو د تبادلې ترټولو لوی پلیټ فارم کې د سوداګرۍ معلوماتو پراساس، د دې اسعارو بیه په یوه ورځ کې ۳.۹۵٪ لوړه شوې او $ ۹۵,۴۰۰.۰۶ ته ورسیده.
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته، ډیجیټل اسعارو د پام وړ زیاتوالی لیدلی او بازارونه تمه لري چې د ډیجیټل اسعارو سکټور به د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د مناسب تنظیمي چاپیریال څخه ګټه پورته کړي.