د بُست تاریخی کلا د ورانۍ په درشل کې؛

د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکو او ګرځندویانو د بُست د تاریخي کلا د اندېښنې وړ وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او د دې لرغوني اثر د ژر ساتنې غوښتنه یې کړې ده.
د بُست تاریخی کلا د ورانۍ په درشل کې؛

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکو او ګرځندویانو د بُست تاریخي کلا د اندېښنې وړ وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او د دې لرغوني اثر د ژر ساتنې غوښتنه یې کړې ده.

بُست کلا چې د افغانستان له مهمو تاریخي میراثونو څخه ګڼل کېږي، د لازمو ساتونکو تدابیرو د نشتوالي او طبیعي زړېدو له امله په تدریجي ډول د ورانېدو په حال کې ده. د روایتونو له مخې، د دې لرغوني ودانۍ عمر د درې زره تر پنځه زره کلونو پورې اټکل سوی او په تېرو وختونو کې د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د پام وړ مرکز وو.

ددی ځای اوسېدونکو له خوا د اندېښنې څرګندولو سره، ټینګار کېږي چې د کلا وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي. د هلمند اوسېدونکي وایي: «دا زموږ کلتوري شتمني ده. ورانېدل یې یوه نه جبرانیدونکی ضایع ده. حکومت او مسؤلې ادارې باید ددې د ساتنې لپاره اقدام وکړي.»

په داسې حال کې چې د کلتوري میراثونو پاملرنه کمه سوې، مدني او کلتوري فعالان هم د لرغونو اثارو لکه بُست کلا د ساتنې جدي توجه غوښتنه کوي؛ یوه ودانۍ چې د هلمند او د افغانستان د خلکو د لرغوني تاریخ او کلتوري هویت نښه ګڼل کېږي.

بُست کلا د هلمند ولایت د بُست په سیمه کې یوه لرغونې کلا ده. په هغه ځای کې چې د هیرمند او ارغنداب مشهور دوه سیندونه سره نښلي، یوه ډېره لویه کلا جوړه سوې ده چې له سره یې ټول لشکرګاه ښار لیدل کېږي او ډېر شهرت لري. د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مقاماتو وینا ده چې دا کلا د اسلام له راتګ مخکې جوړه سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x