د بودیجې کمښت په افغانستان کې د ۱۸ روغتیايي مرکزونو د تړلو لامل شوی

کاهش کمک‌های مالی باعث بسته شدن ۱۸ مرکز درمانی در افغانستان شد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې سازمان اعلان کړی چې په هیواد کې ۱۸ روغتیايي مرکزونه د بودیجې کمښت له امله تړل شوي دي.

دې سازمان د سې شنبې په ورځ، د حوت په ۲۱مه، یو راپور خپور کړ، چې اعلان یې وکړ چې که سمدستي مالي مرسته ترلاسه نه شي نو په راتلونکو څو اونیو کې به ۱۴ نور مرکزونه وتړل شي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان زیاته کړه چې د مالي مرستو کمښت او د دې روغتیايي مرکزونو تړلو افغان ماشومان له لویو خطرونو سره مخ کړي دي.

دې سازمان دا هم وویل چې د بهرنیو مرستو وروستي کمښت د دې لامل شوی چې سازمان د خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو د درملنې پروګرامونه ودروي.

بیشتر بخوانید:  ملا حسن اخند په بګرام کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د کلیزې په نمانځنه: نړۍ باید د ستونزو د رامنځته کولو پر ځای د تعامل او تفاهم لاره غوره کړي.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه