د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې نن سهشنبه (د ميزان لومړۍ نېټه) په يوه تازه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د مقام عالي رئيسالوزرا د حکم پر بنسټ او د بهر مېشتو هېوادوالو د آسانتيا لپاره، د تابعيت د تذکرې د صادرولو لګښت راکم سوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې هغه افغانان چې په ګاونډيو هېوادونو، منځنۍ آسيا، هند او ترکيه کې مېشت دي، له دې وروسته د خپلو پېژندپاڼو بيه د ۲۰۰ امريکايي ډالرو پر ځای يوازې ۵۰ ډالر ورکوي. هغه افغانان چې په عربي، افريقايي هېوادونو او روسيه کې مېشت دي، ۷۰ ډالر، او هغه کسان چې په اروپايي هېوادونو، د امريکا متحدو ايالاتو، کاناډا او استراليا کې ژوند کوي، د ۲۰۰ ډالرو پر ځای ۱۵۰ ډالر ورکوي. د احصائيې او معلوماتو ادارې روښانه کړه چې دغه نرخونه يوازې پر هغو افغانانو تطبیق کېږي چې د اعتبار وړ د استوګنې اسناد ولري او په حضوري ډول د تذکرې د ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي. دا پرېکړه په داسې حال کې سوې چې په تېرو کلونو کې د تذکرې د صادرولو لوړ لګښت د بهر مېشتو افغان کډوالو لپاره له مهمو ستونزو څخه وو. تمه کېږي چې د لګښت د کمېدو سره به کډوال دې هويتي سند ته په اسانۍ سره لاسرسی پيدا کړي.
- د تذکرې د ترلاسه کولو د لګښت کمېدل
د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی چې د بهر مېشتو افغانانو لپاره د تابعيت د تذکرې د صادرولو لګښت راټيټ سوی او کډوال کولای سي د خپل استوګنځي پر بنسټ په نوو نرخونو دغه هويتي سند تر لاسه کړي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=149767
۷ ورځې مخکی
شماره خبر 149767
منتشر شده در 3:19 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی