د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټر پاڼه ليکلي، چې یاد پلاوي په دغه سفر کې د قونسلګرۍ د چارو د ارزونې ترڅنګ د افغانستان د قونسلګرۍ ودانۍ له نژدې وکتله او د بيارغونې په اړه يې خپله ارزونه د وزارت مقام سره شريکه کړه.
د یادونې وړ ده، چې په خاروخ کې د افغانستان قونسلګرۍ ودانۍ د وروستۍ واورې ښویېدنې له امله زیانمنه شوې وه