د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

په سر کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر ته د هرکلي ترڅنګ له افغانستان سره د سوداګرۍ او بشري مرستو په برخو کې له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې د دې ترڅنګ چې قزاقستان د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې له افغانستان څخه ګټه پورته کولای شي په افغانستان کې هم د پانګونې ښه فرصتونه رامنځ ته شوي، چې د قزاقستان سوداګر په کې پانګونه کولای شي.

متقي له دې خوښي څرګنده کړه، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتوالی موندلی او تر ۹۰۰ میلیونه ډالرو رسېدلې ده.

نوموړي دغه راز له سریک ژومانګارین څخه وغوښتل، چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر کې لازمې اسانتیاوې راولي

ورته مهال د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ او همګرایۍ وزیر وویل، چې افغانستان سره یې د هېواد اړیکې ډېرې پخوانۍ دي او په سختو وختونو کې يې هم حکومت په کابل کې خپل سفارت ونه تاړه.

سریک ژومانګارین وویل، چې ځان سره یې کابل ته د قزاقستان د سوداګرو یو ګروپ راوړی تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.

نوموړي زیاته کړه، چې پخوا یې هم افغانستان سره بشري مرستې کړي او په راتلونکي کې به هم ادامه ورکړي.

بیشتر بخوانید:  یورگن کلینزمن د سویلي کوریا په بنچ کې کښېناست

هغه څرګنده کړه، چې افغانستان په سیمه کې د ټرانزیټ له اړخه ځانګړی موقعیت لري چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د وصل نقطه ده او هېواد یې هڅه کوي، چې افغانستان د رېل پټلۍ له لارې له سیمې سره وصل شي او افغانستان ته نوې سوداګريزې لارې خلاصې شي.

ژومانګارین وویل، دمګړۍ د قزاقستان شرکتونه د رېل پټلۍ په برخه کې له افغانستان سره ګډ کار کوي.

سریک ژومانګارین زیاته کړه، چې د قزاقستان د تجارت د وزیر په توګه یې ټول پام سیمې ته دی او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د ټرانزیټ پوټنسیال لوړول د دواړو لوریو مشترکه اړتیا ده.

ده همداراز ژمنه وکړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ به افغان سوداګرو ته د ویزه ورکړې بهیر کې آسانتیاوې راولي.

په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یادونه وکړه، چې د افغانستان د حکومت بهرنی سیاست متوازن او اقتصاد محوره دی او د افغانستان له لارې سیمه‌ ییز ټرانزیټ او اتصال د افغانستان د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې ځای لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x