د بهرنیو اتباعو د شړلو لپاره د پاکستان د نوي اقدام لپاره د یوې جامع ستراتیژۍ رامینځته کول

د بهرنیو اتباعو د شړلو لپاره د پاکستان د نوي اقدام لپاره د یوې جامع ستراتیژۍ رامینځته کول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر سرفراز احمد بوګټي اړوندو چارواکو ته امر کړی چې په هېواد کې د مېشتو غیر قانوني بهرنیو اتباعو د بېرته ستنولو لپاره یوه جامع تګلاره جوړه کړي. دا حکم د هغو راپورونو په تعقیب صادر شوی چې د پاکستان د پنجاب ایالت د اتوک ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه تر ۲۵۰۰ ډېر بې اسناده افغانان د اخراج لپاره ترانزیتي کمپ ته لېږدول شوي دي. د راپورونو له مخې دغه شمېر کسان په دې ولسوالۍ کې د مېشتو ناقانونه بهرنیانو د بایومټریک تصدیق په ترڅ کې پېژندل شوي او ترانزیتي کمپ ته لېږدول شوي دي. د يادونې وړ ده، چې تر دې مهاله له پاکستان څخه شاوخوا ۶۰ زره افغان کډوال هېواد ته داخل شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو مشر: دولتي کارکوونکي د دوو دندو حق نلري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x