د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د پاکستان د سياسي ګوندونو له مشرانو سره وکتل

د افغانستان د بهرنیو چارو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په ياده کتنه کې د اسلامي امارت په پرمختګونو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو مشترکاتو، سیاسي، سوداګريزو، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو خبرې وشوې.
د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ دې نژدېوالی راشي او په ازادانه توګه دې د دواړو ولسونو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره شي.
د يو بل خبر له مخې; د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سيمه ييز امنيت، د خلکو تګ راتګ کې اسانتياوو او افغان کډوالو اړوند مسايلو هراړخيزې خبرې اترې وکړې.

بیشتر بخوانید:  د "کاج" د شهیدانو کلیزې؛ د دین په نوم جنایت او د کفر د لارښونه سره
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x