د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د زابل د «خاک افغان» ولسوالۍ يو شمېر مېرمنې وايي چې د بهرنيو مرستو له قطع کېدو وروسته، د ښځو د ولادت او روغتيايي خدمتونو نشتوالی د هغوی ژوند سخت کړی دی. دې مېرمنو ويلي: «موږ اوس فعاله کلينيکونه نه لرو، نه ډاکټران سته او نه قابلهګانې.
اړ يو چې د زیږون ناروغۍ د سيمهييزو دايې ښځو په مرسته درملنه کړو، خو دا کار ډېر خطرناک دی او د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کوي.» يوه بله مېرمن وايي: «کله چې موږ د ولادت ناروغۍ لرو، قابلې ته ځو، خو هغوی دوا نه لري. زموږ د ناروغانو حالت ډېر خراب دی، درملنه نه کېږي.»
د دې مېرمنو په وينا، له هغه وروسته چې د نړيوالو سازمانونو اړوند روغتيايي مرکزونه تړل سوي، دوی ته هېڅ درملنيز خدمت يا مشورتي ملاتړ نه ورکول کېږي. دوی زياتوي، د اميدوارۍ او شيدو ورکولو پر مهال د مناسبې تغذيې نشتوالی هم يو له هغو ستونزو څخه دی چې ورسره مخ دي.
له هغه وروسته چې طالبان واک ته ورسېدل او زياتره بهرنۍ مرستې بندې سوې، زرګونه وړيا روغتيايي مرکزونه په ټول افغانستان کې په ځانګړي ډول په کليوالو سيمو کې تړل سوي دي. دا وضعيت ميليونونه وګړي، په تېره بيا ښځې، له بنسټيزو روغتيايي خدمتونو بېبرخې کړي دي.






