د بشر حقونو د فعالانو ټولنې د طالبانو سیاستي تګلارې فرهنګي نسل وژنه بللې

د بشر حقونو د فعالانو ټولنې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ، په افغانستان کې د طالبانو تعلیمي، فرهنګي او ټولنیز هویتي سیاستونه او کړنې د «فرهنګي نسل وژنې» ښکاره بېلګه بللې او د دې تګلارو د ناوړه پایلو په اړه یې جدي خبرداری ورکړی دی.
د بشر حقونو د فعالانو ټولنې د طالبانو سیاستي تګلارې فرهنګي نسل وژنه بللې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د بشر حقونو د فعالانو ټولنې ویلي دي چې تر ۱۶۰۰ ورځو ډېر وخت کېږي چې د افغانستان د انجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل سوې دي او میلیونونه انجونې د زده‌کړو له بنسټیز حق څخه بې‌برخې سوې دي.

دې ټولنې ټینګار کړی دی چې د طالبانو کړنې، لکه د انجونو له زده‌کړیز بهیر څخه ایستل، د پوهنتونونو تړل، د درسي نصاب بدلول او اړول، د معاصرو علومو له منځه وړل، د کتابونو په خپرولو بندیز لګول، د ملي او سیمه‌ییزو ژبو محدودول، د فرهنګي میراثونو ویجاړول او د فرهنګي مراسمو پر جوړولو بندیز، په ټوله کې د ټولنې د فکري او فرهنګي هویت د منځه وړلو لامل ګرځي چې د بشر حقونو په ادبیاتو کې ورته «فرهنګي نسل وژنه» او «فکري پاکوالی» ویل کېږي.

دغه بشري بنسټ زیاته کړې ده چې د طالبانو تعلیمي او فرهنګي سیاستونه په ښکاره ډول د نړیوالو تړونونو او سندونو سره په ټکر کې دي، لکه د بشر حقونو نړیواله اعلامیه، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون، د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو نړیوال میثاق او د یونسکو تړونونه، او دغه کړنې کېدای سي د بشریت پر ضد د جرم د یوې برخې په توګه هم تر قانوني څار او تعقیب لاندي ونیول سي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د دې وضعیت دوام د انجونو پر ژوند ژور او ویجاړوونکي اغېزې پرې‌ايستي دي او د ناهيلي، خپګان، ځان‌وژنې، د کم عمر ودونو او جبري ودونو د زیاتېدو سبب سوی دی؛ داسې حالت چې د دې بنسټ په وینا، د یو ځوان نسل راتلونکی په منظم او سیستماتیک ډول تر برید لاندي نیسي.

د بشر حقونو د فعالانو ټولنې د نړۍ له ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي دي چې د طالبانو د زده‌کړو او فرهنګ پر ضد کړنې په رسمي توګه د «فرهنګي نسل وژنې» په نوم وپېژني، د دې مواردو د ثبت کولو او قانوني څار بهیر پیاوړی کړي، د افغانستان د ښوونیز نظام د ویجاړۍ د څېړلو لپاره یو نړیوال حقیقت‌موندونکی پلاوی وټاکي او د نړۍ علمي مرکزونه، پوهنتونونه او تعلیمي بنسټونه د محرومو زده‌کوونکو او محصلینو د بیړني ملاتړ لپاره عملي او چټک ګامونه پورته کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x