د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د بشري حقونو څار څرګنده کړې چې طالبان په تېرو څلورو کلونو کې د بیان او رسنیو آزادی په بشپړ ډول ځپلې ده. دغه نړیواله اداره خبرداری ورکوي چې د افغانستان د رسنیو وضعیت اوس تر ټولو ټیټ دی او خبریالان په دوامداره ډول له ګواښونو سره مخ دي.
په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ، ۳۰ د میزان، خپور سوی، ویل سوي چې د طالبانو د واک ته د بیرته رسېدو له اگست ۲۰۲۱ راهیسې ګڼ شمېر خبریالان نیول سوي، شکنجه سوي یا مجبوره سوي چې سانسور وکړي. د راپور له مخې، امنیتي ارګانونه په ځانګړي ډول استخبارات او د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت، ټولې رسنۍ څاري او هر ډول انتقاد د واکمنۍ څخه ممکن سختې سزاګانې ولري.
د بشري حقونو څار ویلي چې د رسنیو چاپېریال د وېرې او سرکوب لاندې دی او خبریالان په عملي ډول د بېطرفه راپور ورکولو آزادی نه لري. د دوی په خبره، شدید سانسور، د رسنیو تړل، د ښځینه خبریالانو تهدید، او بېځايه نیونې، د طالبانو د سیستماتیکې پالیسۍ یوه برخه ده چې غواړي خپلواک غږونه خاموش کړي.
دغه ادارې زیاته کړې چې طالبان د «څارنې، سانسور او د رسنیزو کارکوونکو د احتمالي انتقادونو له امله د مجازاتو کارولو» له لارې د افغانستان رسنۍ ویجاړې کړې دي. د بشري حقونو څار له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د مطبوعاتو د آزادۍ د دفاع لپاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د خبریالانو ملاتړ په کور دننه جدي ترسره کړي.