د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د بشري حقونو څار بنسټ په خپل کلني راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ (د دلو ۱۵مه) خپور سوی، ویلي دي چې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او انجونو ځپنه په څرګند ډول ډېره سوې ده.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې د بهرنيو مرستو د کمېدو او د ميليونونو کډوالو د جبري ستنېدو له امله، د افغانستان بشري ناورین لا پسې خراب سوی دی.
د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان د برخې څېړونکې، فرشته عباسي، ویلي دي:
«دولتونه باید پر طالبانو فشار راوړي، څو خپلې وېرونکې سرغړونې پای ته ورسوي او تر څنګ یی، د افغانستان بشري ناورین راکم کړي او د افغان کډوالو ملاتړ پراخ کړي.»
نوموړې ټینګار کړی، چې «د طالبانو پرلهپسې ځپنه باید دولتونه دې ته وهڅوي، څو په افغانستان کې د جدي جنایتونو د ټولو مسوولینو د حسابورکولو لپاره د هڅو ملاتړ وکړي.»
د بشري حقونو څار بنسټ د ۲۰۲۶ کال په خپل نړیوال راپور کې ، د نړۍ په څه باندې ۱۰۰ هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت ارزولی دی.
د دې بنسټ اجرایي مشر، فلیپ بولوپیون، د راپور په مقدماتي مقاله کې لیکلي، چې د واک پرستي د هغې څپې ماتول چې نړۍ یې نیولې، د یو نسل لپاره ستره ننګونه ده.
هغه زیاته کړې چي ، له دې امله چې د بشري حقونو نړیوال نظام د ټرمپ د حکومت او د ځینو نورو نړیوالو قدرتونو له لوري له بېسارې ګواښ سره مخ دی، نو دموکراټیک دولتونه او مدني ټولنه باید یو ستراتیژیک یووالی رامنځته کړي.
په افغانستان کې طالبانو سخت قوانین نافذ کړي، چې د ښځو د تګراتګ ازادي او عامه ځایونو ته د هغوی لاسرسی یې په شدیده توګه محدود کړی دی. طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو او انجونو زدهکړې او کار هم منع کړي دي.
د بشري حقونو فعالان د ښځو او انجونو پر وړاندې د طالبانو تګلاره «جنسیتي تبعیض » بولي.
د بشري حقونو څار بنسټ همداراز ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان بشري ناورین د بهرنيو مرستو د پراخ کمښت او د ميليونونو کډوالو د جبري ستنېدو له امله لا پسې سخت سوی دی.
د دې بنسټ په وینا، په افغانستان کې له ۲۲ ميليونو ډېر کسان د خوړو د نشتون له ګواښ سره مخ دي او ښځې او انجونې په نابرابر ډول له دې حالت څخه ډېر زیانمنې سوې دي.
د بشري حقونو څار بنسټ ټینګار کړی، چې دولتونه باید طالبان د بشري حقونو څخه د سرغړونې د پای ته رسولو لپاره تر فشار لاندې راولي او په عین وخت کې، د افغانستان خلکو ته بشري مرستې روانې وساتي.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې هېڅ هېواد باید هغه افغانان په زور بېرته ونه لېږي، چې د ځورونې یا د ژوند له جدي ګواښ سره مخ دي.
همدارنګه، د بشري حقونو د څار بنسټ د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان په اړه د یوې نوې څېړنیزې طرحې په جوړولو او مالي ملاتړ کولو کې مرسته وکړي.



