په افغانستان کې د طالبانو د دوو کلونو څخه زیاتې واکمنۍ سره، د نړیوالې ټولنې نارضایتي د دې ډلې له پالیسیو څخه زیاته شوې ده.
د امنیت شورا د غونډې سره په یوه وخت کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نهه غړو هیوادونو، چې پکې ډنمارک، فرانسه، یونان، ګیانا، پاناما، سویلي کوریا، سیرالیون، سلووینیا او انګلستان شامل دي، په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې طالبان باید د بشري حقونو د پراخو سرغړونو لپاره مسؤل وګڼل شي.
دغو هېوادونو د طالبانو د “دوامداره او سيستماتيک” جنسیتي تبعیض او د ښځو پر وړاندې د زیات شوي تاوتریخوالي په حواله اعلان وکړ چې د دې ډلې تګلارې د افغان ښځو پراخ ظلم او له خپلو اساسي حقونو څخه محرومې کړې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یادونه وکړه چې طالبانو تر دې دمه د ښځو او نجونو په وړاندې له ۸۰ څخه ډیر محدودیتي حکمونه صادر کړي دي، چې دوی یې له عامه ژوند څخه ایستلي دي.
غړو هېوادونو همدارنګه ټینګار وکړ چې طالبان باید د افغانستان نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي.
دغو هېوادونو د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوالۍ د هغې غوښتنې هرکلی هم وکړ چې د طالبانو د مشر هیبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني پر وړاندې د جنسیت ځورونې پر بنسټ د انسانیت پر ضد جرمونو په تور د نیولو امر صادر کړي.
د طالبانو پر وړاندې د پراخو نیوکو سره سره، ډیری شنونکي او سیاستوال په افغانستان کې د اوسنیو شرایطو د رامنځته کولو متحده ایالات هم مسؤل ګڼي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ناڅاپي او غیر پلان شوي وتل، پرته له دې چې د حکومتدارۍ لپاره یو باثباته چوکاټ رامینځته کړي، د پخواني حکومت د چټک سقوط او د طالبانو د بیرته واک ته رسیدو لامل شو.
دې وتلو نه یوازې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي ګډوډۍ ته لمن ووهله، بلکې د داعش په څېر ترهګرو ډلو ته یې د فعالیت لپاره ډیر ځای ورکړ.
د امریکا له وتلو وروسته، نړیوالو بندیزونو او د بهرنیو مالي مرستو بندیدو په افغانستان کې بشري کړکېچ لا پسې خراب کړ.
متحده ایالاتو، چې پخوا یې د افغانستان پخواني حکومت ته په ملیاردونو ډالر مرسته کړې وه، د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ کنګل کړې، چې له امله یې اقتصادي سقوط او په هیواد کې فقر زیات شو.
په پایله کې، ډیری کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا پالیسیو نه یوازې د پخواني حکومت د سقوط سره مرسته وکړه، بلکې طالبان یې د حکومتدارۍ لپاره په یوه ستونزمنه لاره کې واچول، پداسې حال کې چې د افغانستان خلک د دې کړکېچ تاوان ورکوي.
لکه څنګه چې طالبان د نړیوالو فشارونو سره مخ دي، ځینې هیوادونه، په شمول د روسیې، هڅه کوي چې له دې ډلې سره اړیکه ونیسي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي، اوسیلي نیبنزیا، د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د یو ټول شموله حکومت جوړول کولای شي په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره لاره هواره کړي.
هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له طالبانو سره په یوه رغنده چوکاټ کې او پرته له فشار څخه خبرې وکړي.
خو حقیقت دا دی چې تر هغه چې طالبان خپلې اوسنۍ پالیسۍ بدلې نه کړي، نه یوازې دا چې نړیوال مشروعیت به ترلاسه نه کړي، بلکې له داخلي کړکېچونو سره به هم مخ شي.
د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې، تمه لري چې دا ډله به لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او د اتباعو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.
د یو ټول شموله حکومت جوړول، د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی، او د هیواد د اقتصادي وضعیت ښه کول د هغو اقداماتو څخه دي چې طالبان یې باید د کورنۍ نارضایتۍ کمولو او نړیوال ملاتړ راجلبولو لپاره واخلي.