د بشري حقونو د څار سازمان له‌خوا د طالبانو پر وړاندې د عملي اقدام غوښتنه

هېدر بار، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې، اعلان وکړ چې د طالبانو د محاکمې د ژمنې د عملي کولو وخت راورسېد.
د بشري حقونو د څار سازمان له‌خوا د طالبانو پر وړاندې د عملي اقدام غوښتنه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ هېدر بار له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې خپلو ژمنو ته د طالبانو د محاکمې په نړیواله عدلی محکمه کې عملي بڼه ورکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې ټینګار وکړ چې د کاناډا، جرمني، هالند او استرالیا له‌خوا د طالبانو د محاکمې لپاره د ګډي ژمنې نږدې یو نیم کال تېر سوی، او اوس د حقیقي اقدام وخت راورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې استرالیا، کاناډا، جرمني او هالند تېر کال په یوه ګډ اقدام سره اعلان کړی و چې طالبان به د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له‌منځه وړلو د کنوانسیون د نقض له امله، د هاګ په نړیواله عدلی محکمه کې محاکمې ته راکاږي. ملګرو ملتونو او له شلو څخه زیاتو هېوادونو د دې اقدام ملاتړ کړی دی.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پِني وانګ، هم پرون اعلان وکړ چې هېواد یې د نړیوالو شریکانو سره یوځای، د طالبانو پر ضد حقوقي اقدامات ته دوام ورکوي. هغې همدارنګه د طالبانو ځپونکي چلندونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، وغندل او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان خلک د نړۍ له تر ټولو اوږدمهالو او سختو بشري بحرانونو څخه یو زغمي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x