د بشري حقونو د څار اداره: د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي له رواني ستونزو سره مخ دي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د بشري حقونو د څار ادارې نن (دوشنبه د میزان ۱۸مه) یو راپور خپور کړ چې په افغانستان کې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته اټکل کېږي چې د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي، چې ډېری یې د جګړې له تاوتریخوالیو ژوندي پاتې شوي، د خپګان او له صدماتو وروسته د رواني ناروغۍ سره مخ دي. دوی کوي؛ مګر له ۱۰٪ څخه لږ د رواني درملنې مرستې ته لاسرسی لري.

د بشري حقونو د څار په اداره کې د معلولینو د حقونو مشرې شانتا راو باریګا وویل: “په ټوله نړۍ کې ملیونونه خلک په رواني روغتیا باندې د جګړې ویجاړونکي اغیزې تجربه کوي؛ خو لږ شمېر یې اړین ملاتړ ترلاسه کوي.»

دغه بنسټ له حکومتونو وغوښتل چې د روان کال د اکټوبر په ۱۳مه او ۱۴مه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د رواني روغتیا په عمومي غونډه کې ګډون وکړي، څو په جګړه ځپلو سیمو کې صحي ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړي.

باید وویل شي، چې افغانستان، اوکراین، کامرون، د مرکزي افریقا جمهوریت، ایتوپیا، غزه، عراق، جنوبي سوډان او سوریه هغه هېوادونه دي، چې د رواني ناروغیو کچه پکې لوړه ده.

بیشتر بخوانید:  د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو نرخ نن (یکشنبه، د ۱۴۰۴ کال د ثور ۲۸مه)
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x