د بشري حقونو د فعالانو اتحاد په یوه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ماښام د عقرب په ۲۵مه خپره سوې ده، ویلي چې د افغانستان محصلین د سخت فشار او ځپلو لاندې قرار لري او پوهنتونونه د طالبانو د محدودیت او ظلم په میدان بدل سوي دي. په دې اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو ډلې انجونې د زدهکړو له حق څخه محرومې کړي، د پوهنتونونو دروازې یې تړلي او د علمي څانګو د حذف او استادانو د ایستلو په وسیله د زدهکړو پر حق یو له بېرحمانه بریدونو څخه تطبیقوي.
د بشري حقونو د فعالانو اتحاد د طالبانو دغه کړنې د لړۍ په توګه د فرهنګي نسلوژنې، جنسیتي اپارتایډ او د بشریت پر ضد جرم بللی او زیاتوي چې فرهنګي نسلوژنه د یو نسل د هویت، فرهنګ، ژبې او فکري ظرفیتونو له منځه وړلو ته ویل کېږي.
دغه نهاد خبرداری ورکړی چې طالبان د زور، ګواښ او «فکري تصفیې» په کارولو سره د یو نسل پوهه او راتلونکی په نښه کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو دغه عمل د فرهنګي نسلوژنې په توګه وپېژني او لازم ګامونه واخلي. د راپورونو پر بنسټ، په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو انجونې د شپږم ټولګي نه پورته د مکتب له تګ څخه محرومې کړي او پوهنتونونه او ډېر شمېر تعلیمي مرکزونه پرې تړل سوي دي.



