د بشري حقونو د فعالانو اتحاد: د زده‌کړو محدودول کلتوري نسل‌وژنه ده

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد اعلان کړی چې په افغانستان کې تعلیمي محدودیتونه د غږونو چپ کول او د پوهاوي اسیر کول دي، او د دې پایلې د نويو نسلونو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د بشري حقونو د فعالانو اتحاد: د زده‌کړو محدودول کلتوري نسل‌وژنه ده

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د بشري حقونو د فعالانو اتحاد ویلي چې کلتوري نسل‌وژنه د غږونو چپ کول او د پوهاوي بندول دي. دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ، د قوس ۲۴مه، په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې پر زده‌کړو لګول سوي محدودیتونه منفي پایلې لري او د نويو نسلونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې طالبان د زده‌کړو د دروازو په تړلو، د محصلینو په ځپلو او د ټولنې د کلتوري حافظې په له منځه وړلو سره، د ټولنې د راتلونکي د نابودۍ هڅه کوي. هغوی زیاته کړې چې د ځوان نسل راتلونکی یوازې د پوهې، ازادۍ او انساني کرامت له لارې معنا پیدا کولی سي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د هېواد پر تعلیمي نظام پراخ محدودیتونه لګول سوي دي. د دغو محدودیتونو له مخې، د شپږم ټولګي پورته انجونې او ښځینه محصلینې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع سوې دي، ګڼ شمېر ښځینه استادانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي، په تحصیلي رشتو کې بدلونونه رامنځته سوي او د ځینو کتابونو خپرول او پلور هم منع سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x