د برېښنا شرکت: په ټول هېواد کې د برېښنا شبکو عادلانه پراختیا دوام لري

د برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر په ټول افغانستان کې د برېښنا شبکو عادلانه پراختیا د پروسې د دوام اعلان وکړ.
د برېښنا شرکت: په ټول هېواد کې د برېښنا شبکو عادلانه پراختیا دوام لري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د عبدالباري عمر په دفتر کې جوړه شوې وه، د لوګر ولایت د چرخ ولسوالۍ ولسوال او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د برېښنا شرکت مطبوعاتي اعلامیې له مخې، بحثونه دې ولسوالۍ ته د برېښنا شبکو پراخولو باندې متمرکز وو.

د چرخ ولسوالۍ قومي مشرانو هم د برېښنا متوازن تولید او وېش کې د برېښنا شبکې د پراخولو په برخه کې د برېښنا شرکت د دوامداره هڅو ستاینه وکړه.

دوی دې سیمې ته د برېښنا شبکې د پراخولو د چټکولو غوښتنه وکړه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه