د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د برتانیې د سفارت مسوول رابرټ چترټن ډیکسن د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې د سوداګرۍ، روغتیا او پوهنې په برخو کې د پرمختګ لپاره ښه فرصت دی او هیله لرم چې د لندن او کابل ترمنځ اړیکې ښې شي. ډیکسن زیاته کړه چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې د کابل ژمنې د پوهیدو وړ دي او د نشه یي توکو د بندولو لپاره پورته شوي ګامونه هم اغیزمن دي. په افغانستان کې د بريتانيا د سفارت مسوول زياته کړه چې په افغانستان کې د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره د طالبانو ژمنې د پوهېدو وړ دي او د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره پورته شوي ګامونه اغېزمن دي
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5204
۱ کال پیش
شماره خبر 5204
منتشر شده در ۱۵:۰۴ - سرطان ۱۵, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email