د بریتانیا پارلمان له دفاع وزارت څخه د افغان پناه‌ غوښتونکو د محرم اطلاعاتو په ساتنه کې د کمزورۍ په اړه خبرداری ورکړ

د بریتانیا د ولسي جرګې غړو خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد دفاع وزارت، د احتمالي امنیتي ګواښونو د موجودیت باوجود، د هغو زرګونو افغانانو حساس شخصي معلومات په داسې سیسټمونو کې مدیریت کړي چې مناسبه امنیتي وړتیا یې نه درلوده؛
د بریتانیا پارلمان له دفاع وزارت څخه د افغان پناه‌ غوښتونکو د محرم اطلاعاتو په ساتنه کې د کمزورۍ په اړه خبرداری ورکړ

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د بریتانیا د ولسي جرګې غړو خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد دفاع وزارت، د احتمالي امنیتي ګواښونو د موجودیت باوجود، د هغو زرګونو افغانانو حساس شخصي معلومات په داسې سیسټمونو کې مدیریت کړي چې مناسبه امنیتي وړتیا یې نه درلوده؛ هغو کسانو چې ۲۰۲۱م کال کې د افغانستان له سقوط وروسته یې په بریتانیا کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي وو.

د پارلمان د عامه حسابونو کمیټې په یوه اعلان کې ویلي، د دفاع وزارت د افغانستان د بېړني وضعیت پر مهال د شخصي معلوماتو د ذخیره کولو لپاره یوازې د Excel فایلونو نه کار اخیستی وو؛ چې له امله یې د افغان غوښتونکو د معلوماتو پراخې افشا ته لاره هواره سوه. کمیټې ټینګار کړی چې له ۲۰۲۲م کال راهیسې، که څه هم رسوایي رسماً ثبت سوې، خو د ورته پېښو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي ترسره سوي او سیستم لاهم د معلوماتي افشا لپاره زیان‌ منونکی دی. همدارنګه د بریتانیا د ولسي جرګې استازو د دفاع وزارت پر دې هم نیوکه کړې چې د افغانانو د محرمانه لېږد او بیا مېشتېدو د پروګرام د دقیق لګښت محاسبه یې نه ده کړې.

ویل کېږي چې د ۸۵۰ میلیونه پونډو اټکل سوې بودیجې د حقوقي دعوو او احتمالي تاوانونو لګښتونه نه دي شامل کړي. په ځواب کې د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې اړین اصلاحات یې پیل کړي او د افغانانو د بیا مېشتېدو لپاره یو نوی خوندي او ځانګړی سیستم جوړ سوی دی. دغه وزارت ټینګار کړی چې د ARR پروګرام کلنی لګښت لا هم نږدې ۸۵۰ میلیونه پونډه اټکل سوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x