د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ ریچارد لیندسي : د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړی استازی، د ټولنیز عدالت د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې په دې هېواد کې ټولنیز عدالت د ښځو او انجونو د حقونو د خوندي کولو، د رسنیو د آزادۍ په ساتنې او د زیانمنو وګړو له ملاتړ سره تړاو لري.
لیندسي د شنبې په سهار، د حوت په ۲ مه نیټه ، په خپلې رسمی ایکس پاڼه کې لیکلي: « د ټولنیز عدالت په ورځ زه د هغو افغانانو ترڅنګ یم چې د عدالت، کرامت او مساوي فرصت لپاره هڅه کوي.»
هغه زیاته کړې چې ټولنیز عدالت یوازې هغه وخت ترلاسه کېدی سي چې د ښځو او انجونو حقونه خوندي سي، د رسنیو د آزادي ساتنه وسي، او د زیانمنو وګړو اړتیاوې په پام کې ونیول سي.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي معاونت هیأت – یوناما هم پر دې ټینګار کړی چې ټولنیز عدالت د ټولو اتباعو لپاره د تبعیض پرته، د مساوي فرصتونو رامنځته کولو سره شوني دي.




