د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ آلیس مکډونالد، د بریتانیا د پارلمان غړې، د افغانستان د ښځو د وضعیت په وړاندې د بریتانیا د حکومت په احتمالي بېتوجهۍ باندي سخته نیوکه کړي او خبرداری یې ورکړی چې د افغان ښځو له ملاتړ څخه هر ډول شاتګ به د ټولې نړۍ له ښځو سره خیانت وي.
نوموړی د پارلمان په رسمي بيانيه کې وویل: «موږ نه سو کولای هغوی پرېږدو. که د ښځو د حقوقو بحران، جنسي توپیر او د افغانستان د ښځو د حقوقو سره درغلي ته شا کړو، نه یوازې افغان ښځو سره خیانت کوو، بلکې د نړۍ ټولو ښځو سره هم خیانت کوو.»
مکډونالد د افغانستان د ښځو او انجونو وضعیت «ویجاړونکی» بللی او ټینګار یې کړی چې د روانو شرایطو منل د منلو وړ نه دي. مکډونالد وویل، سره له دې چې سخت فشارونه او محدودیتونه شتون لري، افغان ښځې لا هم هوډمنې، الهامبښوونکې او فعالې دي، او په نوښت او زړورتیا سره د مبارزې لومړۍ کرښې ته دوام ورکوي.
دغه د بریتانیا پارلمان غړې په یوه نقل قول کې ویلي: «تر هغه چې د افغان ښځو او انجونو له سیستماتیک ځپلو سره مبارزه ونسي، نړیوالې برابرۍ ته به هېڅکله ونه رسېږو.»
مکډونالد د بریتانیا حکومت څخه هم وغوښتل چې خپل تاریخي او اخلاقي رول د ښځو د حقوقو په دفاع کې، په کور دننه او بهر، په ځانګړي توګه د افغان ښځو په وړاندې، ترسره کړي.




